د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځي محصلینو د وحشي ژوو ژوند په اړه ۱۰ورځنی ورکشاپ تر سره کړ

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۵:۵۷
145887

نوموړی ورکشاپ د کابل ژوبڼ ریاست لخوا د مرغومې په ۲۰مه نېټه د وحشي ژوو ژوند تر عنوان لاندې د وترنري پوهنځي پنځم ټولګي محصلینو ته ترسره شو او ۳۰ تنه محصلینو د ژمنۍ رخصتۍ څخه په ګټه اخیستنې وکولای شول، چې د نوموړي ورکشاپ ګټورو موضوعاتو څخه ګټه پورته کړي.

 په نوموړي ورکشاپ کې: د ژوبڼ ریاست وظایف او ترسره کړې کړنې، د ژوبڼ اهمیت، د حیواناتو د تغذیې څرنګوالی، له ژوو څخه ساتنه او د نسل اخیستلو څرنګوالی، د څارویو ثبتول، د وحشي ژوو د درملنې څرنګوالی، ایکولوژي، د وترنري علومو اخلاق او قواعد، له وحشي ژوو څخه د ساري ناروغیو د مخنیوي څرنګوالی، د کم پیدا ژوو له ډولونو څخه ساتنه، په هېواد کې د وحشي ژوو اوسنی وضعیت، د وترنري آمریت لاسته راوړنې او نورو موضوعات شامل وو.

په دې ورکشاپ کې د کابل ژوبڼ رئیس ښاغلي عزیز ګل ثاقب، د وترنري پوهنځي رئیس ښاغلي داکتر شیرعلي جوهر صافي، د نوموړي پوهنځي استادانو، د خوست پوهنتون استازي، د میهو موسسې استازي، د ویت سرف شرکت استازي خپل ګټورې او مسلکي تجربې له محصلینو سره شریکې کړې او په پای کې پر محصلینو سرټیفیکټونه هم وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: