د کابل پوهنتون محصلینو لپاره دیني ـ علمي دروسونه پیل شول

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۶:۲۸
164

د روان کال وږي میاشتې په ۱۲ نېټه یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي شیخ ندا محمدندیم د کابل پوهنتون محصلینو لپاره دیني ـ علمي درسونه پیل کړل.

یاد درسونه  دکابل پوهنتون لخوا پیل شول او په ټولو امارتي دولتي او خصوصي پوهنتونو کې هم پیل کیږي؛ په پام کې ده؛ د اسلامي ثقافت نوموتي استادان او شیوخ به د دیني موضوعاتو په برخه کې لویو او اړینو مسایلو په برخه کې  د محصلینو لپاره تدریس وکړي.

یاد درسونه د اسلامي ثقافت مضمون په درسي ساعت کې تنظمیږي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلي شیخ مولوي ندا محمدندیم د دیني ـ علمي درسونو په تړاو جوړه شوې غونډې په پیل کې د عقایدو، ایمان، اخلاقو، عباداتو، معاملاتو او په اسلامي روحیه د محصلینو روزلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له محصلینو څخه یې وغوښتل؛ چې د عصري علومو په زده کولو کې د یني اساساتو او اړتیا وو ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو وزارت له یاد نوښت څخه مننه وکړه او د هغه د عملي کولو لپاره یې د چمتووالی وښوود او ټینګار یې وکړ؛ چې د پوهنتون رسالت د محصلینو د ښوونې ترڅنګ  په اسلامي عقیده او روحیه د هغوی روزل هم دي؛ چې له نیکمرغه کابل پوهنتون په دې برخه  ژمنتیا پوره کړې ده.

د یادونې وړ ده؛ چې دیني او علمي درسونه له دې پخوا د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد ریاست لخوا هم د استادانو او کارکوونکو لپاره هم  پیل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: