د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي او د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د ترسره شوي هوکړه لیک پلي کېدو کار په عملي توګه پيل شو

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۰:۰
658

د ترسره شوي هوکړه لیک په اساس د یادې ادارې تغذي لابراتوارونو  تکنیشن کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د غذایي موادو  کنترول او تجزیې لابراتوارونو کې د 1401 کال کب میاشتې په 28 نېټه یکشنبې په ورځ کورس دایر شو.

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر د یاد کورس په پیل کې د هغه ادارې تکنیشن کارکوونکوي و هڅول ترڅو ، د فارمسي پوهنځي تغذي متخصص استادانو له تجربو څخه د ظرفیت لوړنې په موخه استفاده وکړي.

ورسته د دستندرد ملي ادارې تکنیشن کارکوونکو ژمنه وکړه، چې د  غذایي موادو د کیفیت او کمیت په عملي او نظري آزموینه کې په زده کړه کې کوښښ و کړي، تر څو د کورس له پای ته رسیدو وروسته د افغانستان ستندرد ملي ادارې تغذي لابراتوارونو کې په عملي توګه کار وکړي.

د یادونې ده، یاد کورس د یکشنبې په ورځو کې کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي او د پنجشنبې په ورځو کې د افغانستان ستندرد ملي اداره کې د فارمسي پوهنځي تغذي متخصص استاد پوهنوال بشیر احمد بشیر لخوا پرمخ وړل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: