د کابل پوهنتون علمي شوری غونډه ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۴:۴۵
5454

د کابل پوهنتون علمي شوری غونډه د ۱۴۰۲ هـ.ل کال وري میاشتې ۲۲ نېټه سه شنبې په ورځ د پوهنتون رئیس او مرستیالانو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د لوړو زده کړو وزارت له هڅو څخه چې د استادانو د معاشاتو زیاتیدو په برخه کې یې ترسره کړې وې؛ مننه وکړه او هغه یې غوره ګام یاد کړ. وروسته نوموړي د ماسترۍ او شپې برناموڅخه څارنې، د محصلینو عملي کارونو، د استادانو علمي مکلفیت او د هغوی د ظرفیت لوړونې په برخه کې خبرې وکړې او د غونډې د غړو د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون او د مرکزي زون ولایاتو پوهنتونو (۱۳)تنو استادانو د ګمارنې، د علمي ترفیعاتو د تثبیت باندې هم بحث وشو او قوانینو، مقرراتو او لایحو مطابق لازم تصمیمونه و نیول شول.

همدارنګه په دې علمي غونډه کې د محصلانو چارو پخواني مرستیال ښاغلي پوهنمل معاذالله نسیم له کړنو هم ستاینه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: