د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۴:۶
31652

نن سه شنبه، د ۱٤۰۳ لمریز کال د جوزا ۲۲مه، د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د یاد پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه.

 په دې غونډه کې د کابل پوهنتون او د ولاياتو د يو شمېر پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفيعاتو د دوسيو، د نويو استادانو د ګومارنې، د دعوت او ارشاد برنامو د لا ښه تنظيم، د زراعت پوهنځي په تشکيل کې د اګريبزنس ډيپارټمنټ د ايجاد، د روانپوهنې پوهنځي د روانپوهنيزې مشاورې د ډيپارټمنټ د نوم د تائيد او د فوق لیسانس برنامو اړوند موضوعاتو باندې بحث او پرېکړې وشوې.

دغه راز د تېرې علمي شورا د پرېکړو د تطبيق او څارنې راپور د  شوری اعضاوو ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۷:۱۹
Background image

د کابل ولایت علماوو شوری هیئت له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د علماوو شوری هیئت، چې مشري یې د یادې شوری مرستیال شیخ ظاهرخان خادم کوله، د کابل پوهنتون له علمي، اداري او درسي بهیر او پرمختګونو څخه لیدنه وکړه. همدارنګه یې د یاد پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۹:۳
Background image

د بیزو چیچک ناروغۍ د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د بیزو چیچک ناروغي په اړه، چې د انسانانو او څارویو د روغتیا په برخه کې په یوې نړیوالې اندېښنې بدله شوې، د عامه پوهاوي علمي سمینار وړاندې شو.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۹:۴۸
Background image

د هنرونو پوهنځي نوی رئیس معرفي شو

د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د پخواني رئيس تر تقاعد وروسته، ښاغلی استاد وثیق الله شریفي د یاد پوهنځي د نوي رئيس په توګه استادانو، کارمندانو او محصلینو ته ور وپېژندل شو.

 د نوموړي د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: