د کابل پوهنتون زده کړه ییز مرکز او ایډیټوریم پرانیستل شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۶:۱۱
pic6

د کابل پوهنتون د زده کړه ییز مرکز او ایډیټوریم ودانۍ چې د چین له خوا جوړه شوې وه، د پوهنتون د استادانو او محصلینو په ګډون د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون رئیس او د چین د سفیر له خوا پرانیستل شوه.

په پیل کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د پرانیستې په دې مراسمو کې د مېلمنو له ګډونه پر مننې سربېره وویل چین د مخه هم له کابل پوهنتون سره همکاري درلوده، چې تر دې دمخه یې څو نورې ودانۍ هم جوړې کړي دي، دا نوې ودانۍ په پرمختللیو  معیارونو سمبال او د هېواد په کچه بې جوړې ده،اوغوښتنه یې وکړه چې دوست هېواد چین له کابل پوهنتون سره  خپلې مرستې او همکارۍ  روانې وساتي، ښاغلي  رئیس زیاته کړه د هېواد  د دې لوی علمي بنسټ پر مادي ابادۍ سربېره په معنوي پرمختګ کې هم له خدای ج څخه  د هڅو توفیق غواړو.

د لوړو زده کړو سرپرست  وزیر ښاغلي الحاج عبدالباقي حقاني د افغانستان او چین د دوستۍ او له افغانستان سره د نوموړي هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې، ښاغلي حقاني وویل زموږ هېواد له ستونزمنو حالاتو تېرېږي، یو شمېر هېوادونه غواړي چې زموږ د لوړو زده کړو سیسټم زیانمن کړي، هیله ده چې دوست هېواد چین راسره مرسته وکړي چې موږ پر پښو ودرېږو.

په کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یو هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د چین د مرستو په  اړه معلومات ورکړل، ښاغلي وانګ وویل دا او دېته ورته نورې ودانۍ؛ چې په خورا معیاري بڼه جوړې شوي دي، د افغانستان له لوړو زده کړو سره د چین د مرستو بېلګې دي، نوموړي ډاډ  ورکړ چې له لوړو زده کړو او په تېره کابل پوهنتون سره دا ډول مرستې په په راتلونکې کې هم روانې وي.

د یادونې وړ ده چې د زده کړې دا مرکز څلوېښت ټولګي، دوه متوسط تالارونه  او یو د ۱۵۰۰ تنو په  ظرفیت  سره لوی تالار لري چې د MCC19 چینايي شرکت له خوا په پرمختللیو ودانیزو معیارونو سمبال پنځو کالو کې جوړ شوی دی چې د تهویې، صحت او تخنیکي منظم سیسټمونه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د "نوې ټکنالوژۍ د کاروونې علمي کنفرانس" دائر شو

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د کابل ولایت په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د فارمونو مسؤلینو لپاره د مالدارۍ په صنعت کې د "نوې ټکنالوژۍ کاروونې علمي کنفرانس" ترسره شو، چې پکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۰
Background image

"د چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت کنفرانس" سر ته ورسید

د کابل پوهنتون له لوري د چاپېریالي پايښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي-څېړنيز کنفرانس دائر شو.

په یاد کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۴۷
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د کمپیوټرساینس بنسټیز مهارتونه، ګرافیک ډیزاین، نیټورک، GIS, SPSS, ریموټ سنسنګ او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: