د کابل پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۱:۳
66525

بسم الله الرحمن الرحیم

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُور[ آل عمران: 185]

د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي د متقاعد استاد ارواښاد پوهاند عبدالرسول سعید د وفات له امله، د نوموړي له کورنۍ، له ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي  او په ټوله کې د هېواد له ژورنالیستي ټولنې سره خپله خواږي او تسلیت څرګندوو.

ارواښاد پوهاند سعید په خپل وخت کې د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي له هڅاندو، ژمنو او مسلکي استادانو څخه و، چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د هېواد د اولادونو په روزنه کې تېر او د عمر تر پایه یې له کابل پوهنتون سره خپلې علمي اړیکې وپاللې.

د افغانستان په علمي- رسنیز ډګر کې د نوموړي علمي او روزنیزې هڅې به نه یوازې؛ دا ډګر روښانه وساتي، بلکې هڅه مو داده، چې د نورو ژمنو، متخصصو او مسلکي کادرونو په ملاتړ دا ډګر نور هم پیاوړی او ځلاند شي.

د کابل پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو په استازۍ د نوموړي وفات د افغانستان د ژورنالېزم په برخه کې ستره تشه بولو او له لوی خدای جل‌جلاله څخه ورته د جنت‌الفردوس غوښتنه کوو، آمين.

د کابل پوهنتون رهبري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو د DARP MIS ورکشاپ دایر شو

د «DARP MIS » یا د استادانو د ګمارنۍ او علمي ترفعیاتو برېښنایی سیسټم تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنيز ورکشاپ دایر شو.

دغه پرمختللی آنلاین پلیټ فارم چې د هر ځای څخه د لاس رسي وړ دی، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه

د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: