د کابل پوهنتون رئیس په پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۵:۶
تصویر

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز د روان کال وږي میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز (ACKU)  څخه لیدنه وکړه، د یاد مرکز د کارکوونکو، مسولینو له هڅو او زحمتونو څخه یې مننه وکړه، هغوی یې د تاریخي او څېړنیزو امورو په مخ بېولو او زده کړیالانو، څېړونکو لپاره د خدمتونو د آسانتیا په برابرولو کې د دوی کړنې وستایلې.

ښاغلي عزیز زیاته کړه: دپوهنتون رهبري دیاد مرکز په کارونو کې پوره ملاتړ کوي، ترڅو نوموړی مرکز لا قوي شي او د دې مرکز په اسنادو او کتابونو  الکترونیکي کولو معیار په نظر کې ونیول شي.

د مرکز کارکوونکو او مسولینو د پوهنتون له رئیس څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد دحقوقي او تاریخي مسایلو دخدمتونو وړاندې کولو آسانتیا لپاره به په پوره ایماندارۍ او ریښتینولۍ هڅې کوي.

د افغانستان معلوماتو مرکز (ACKU) په ۲۰۰۶ میلادي کال د نانسي دوپري چې په افغانستان پیژندونکې مشهوره ده، له خوا یې په کابل پوهنتون کې دبنسټ تیږه کېښودل شوه.

د خبرونو وړاندې کول، د افغانستان په اړه څړنیزې سرچینې، د اسنادو الکترونیکي کول، د کتاب لوستنې فرهنګ خورول، د اکاډمیکو څېړنو آسانتیا برابرول او د سواد زده کړې تقویه کول د یاد مرکز له برنامو څخه شمیرل کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۳۹
Background image

د کتابتون مدیریت اړوند سمینار ترسره شو

د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امریت له لوري د پوهنتون د ټولو پوهنځيو د کتابتونونو مسؤولينو ته د «کتابتون مدیریت او  LCC سیسټم سرلیک لیکنه» تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار دایر شو.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: