د کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه پیل شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۰
یبصثق

د کابل پوهنتون د ۱۳۹۹ کال نوي شامېلېدونکو محصلینو نوملیکنه (HEMIS) د ریاست مقام د لارښوونې او د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې پربنسټ د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه د کابل پوهنتون د فارمیسي، وترنري علومو او شرعیاتو پوهنځیو محصلینو په نوملیکنه پیل شوه.

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین د دې بهیر په پیل کې د نوملیکنې پر ځای کې د یادو پوهنځیو نوې شامېلېدونکو محصلینو په حضور کې خبرې وکړې او د دې محصلینو راتګ ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د کابل پوهنتون په مقام او پدې پوهنتون کې د درسونو په بهیر او کچې خبرې وکړې. پوهندوی فیصل امین د نوملیکنې پر مهال د میکانیزم او ډیسپلین، ټولنیز واټن، د بې نظمۍ مخنیوی او ... په پام کې نیولو باندې تاکید وکړ او پدې توګه د پوهنتون د مني سمسټر او لومړي سمسټر درسونه د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه په جدي توګه پیلیږي او د پوهنځیو د لارښوونې پربنسټ به په راتلونکو ورځو جریان ومومي او له محصلینو څخه یې وغوښتل تر څو په منظم ډول په ټولګیو کې حاضر شي.

د کابل پوهنتون د مني سمسټر او لومړي سمسټر درسونه د نویو محصلینو د نوملیکنې سره په هممهاله توګه د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۳ نېټه  پیل او په جدي توګه به دوام ومومي او پدې توګه له ښاغلو محصلینو څخه غوښتنه کیږي تر څو په منظم ډول خپلو درسونو ته حاضر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: