د کابل پوهنتون د یو ویشت خالي اداري بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د ازموینې سنبالوونکو د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ازموینه کاملا شفافه ده او خالي بستونو ته به وړ او با استعداده اشخاص استخدام شي.
یاده ازموینه په داسې حال کې واخیستل شوه چې د دې پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، مالي او اداري چارو مرستیال حافظ عبید الله عبیده، د علمي څېړنو مرستیال استاد حامد سالاري او یو شمیر امرینو حضور درلود.