د کابل پوهنتون د کیفیت تضمین نوی آمر معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۱:۱۱
معرفی

د روان کال ۱۴۰۰ د کب په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د کیفیت تضمین نوی امر د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او یو شمېر استادانو په شتون کې د یاد امریت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنیار زبیر خلیل الرحمان ازرمي د پوهنتون د علمي مرستیال له لوري د کابل پوهنتون د کیفیت تضمین د نوي امر په توګه معرفي شو.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي د پوهنیار آزرمي د معرفي په غونډه کې د پخواني امر د کارونو څخه د ستاینې ترڅنګ یې پوهنیار ازرمي یې یو علمي، وړ او د پوهنتوني معیارونو سره برابر شخص وباله او د نوي مسوولیت د مبارکي ترڅنګ یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه. همدارنګه پوهنیار ازرمي د کابل پوهنتون رهبري د باور څخه د مننې ترڅنګ یې هیله وښوده، چې وکولای شي د پوهنتون رهبري او استادانو په همکاري د کیفیت تضمین نوی مسوولیت، چې په اوس وخت کې د هیواد او نړۍ په کچه د اکاډمیکو بنسټونو د اعتبار په برخه کې مهم بحثونه دي په ښه توګه یې پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۳۹
Background image

د کتابتون مدیریت اړوند سمینار ترسره شو

د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امریت له لوري د پوهنتون د ټولو پوهنځيو د کتابتونونو مسؤولينو ته د «کتابتون مدیریت او  LCC سیسټم سرلیک لیکنه» تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار دایر شو.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: