د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي، دعوت پوهنتون او د میهن لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ د تفاهملیک لاسلیک

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۸:۵۶
Agreement

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي، دعوت خصوصي پوهنتون او د میهن لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو تفاهملیک د روان لمریز کال د کب پر څلورمه د چارشنبې پر ورځ د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي ډاکټر اسامه عزیز په حضورکې لاسلیک شو.

د کابل پوهنتون رییس د تفاهملیک د تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال د فارمسي پوهنځي دا نوښت وستایه او زیاته یې کړه چې تفاهم لیک ښه مواد لري خو زموږ په ښه نیت پورې تړاو لري چې په عملي کولو کې یې ژمن واوسو او له نمایشي چلنه ډډه وکړو. ښاغلي ډاکټر اسامه عزیز زیاته کړه د فارمسي پوهنځي وړتیاو ته په کتو نوموړی پوهنځي کولای شي له دې دوو بنسټونو سره په علمي، څېړنیز او تحصیلي برخو کې مرسته وکړي.

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال اقامحمد ژکفر، د دعوت پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست ډاکټر شېرعلي ظریفي او د میهن د لوړو زده کړو د مؤسسې علمي مرستیال پوهاند محمد حسن رشیق د تفاهم لیک په لاسلیکېدا خوښي وښوده او پر عملي کېدا یې ټینګار وکړ. دوی زیاته کړه چې د نوموړي تفاهملیک د موادو د ښه تطبیق په موخه دې د درې واړو لوریو له خوا یو کاري ګروپ رامنځته شي، چې مسایل سره له نژدې یو له بل سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: