د کابل پوهنتون د غمشریکی پیغام

Abdul Hai Alamyar
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۷:۳۵
ku

هوالباقی
د غمشریکي پیغام د کابل پوهنتون
په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی استاد پوهنیار مبشر مسلمیار ، نن په کابل کې د چاودنې له امله په شهادت ورسید.
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د کابل پوهنتون رهبري هیات او د دې علمي بنست استادان، اداري کارکوونکي او محصلان د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره خپله ژوره غمشریکي ښيي او د دې استاد شهادت اکاډمیکې ټولنه، پوهانو او په ځانګړې توګه پوهنتوني کورنۍ او د لوړو زده کړو د برخې کارکوونکو ته لویه ضایعه بولي؛ مرحوم ته د الله ج له درباره مغفرت او کورنۍ ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.
روح یې ښاد او یاد یی تل وي!
پوهاند دکتور محمد عثمان بابری
د کابل پوهنتون رییس

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون د مشاورې د برخې استادانو له لوري په نړۍ واله کچه د افغانستان د خلکو له نظره د ټولنیزې رواني روغتیا تر عنوان لاندې د ګډې څېړنې پایله وړاندې شوه

د سولې، دوستي او عدالت (Peace, Love, and Justice) تر عنوان لاندې د یوې ګډې علمي څېړنې پایلې، چې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د مشاورې د برخې استادانو، د نیویارک. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۹:۴۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د یوې علمي څېړنې موندنې « د افغانستان د جزا کوډ ګټې او نواقص» تر عنوان لاندې د یو کنفرانس په لړ کې وړاندې شوې

د افغانستان د جزا کوډ ګټې او نواقص د یوې علمي ګډې څېړنې پایلې د یو کنفرانس په لړ کې د لسګونو ګډون کوونکو، د نظر څښتنانو او د دولتي او خصوصي مختلفو بنسټونو د قضايي او حقوقي برخو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پوهنتون رهبري او د ایران ازاد اسلامي پوهنتون رهبري هئیت ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون د علمي او محصلینو چارو مرستیالانو او د ایران ازاد اسلامي پوهنتون د نړۍ والې او بهرنیو زده کړیالانو چارو مرستیال، د ایران ازاد اسلامي پوهنتون رییس- د کابل واحد او په کابل. . .

BACK TO NEWS

All Media

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه