د کابل پوهنتون د علمي شورا غونډه تر سره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۹:۱
123

د علمي شورا پدې غونډه کې لومړی د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د پوهنتون په مهمو علمي او تحصیلي مسائلو، د خزاني سمسټر د وروستیو ازموینو په موفقانه ډول تر سره کېدو پدې برخه کې د ازموینو کمېټې او استادانو رول، د پوهنتون د ریاست او پوهنځیو تر منځ د معلوماتو د رسونې او همکاریو د لاپیاوړتیا، د پوهنځیو لخوا د کنفرانسونو، سمینارونو او نندارتونونو د جوړېدو او ګڼ شمېر نورو مواردو خبرې وکړې چې د غونډې د ګډونوالو د توجه او خوښې وړ وګرځېد.

پدې غونډه کې د محصلانو چارو معاونیت سرپرست ښاغلي پوهنمل معاذ الله نسیم د محصلانو چارو اړوند مسائلو، د هغوی د فراغت په  هکله او همدا ډول د پوهنتون په کچه د فارغ شویو محصلینو لپاره د فراغت غونډې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني د پوهنتون د اداري کارونو اړوند مسائلو خبرې وکړې او د غونډې د غړو د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

په وروستیو کې د علمي شورا د غړو ترمنځ په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه مفصل بحث  او د نظریاتو تبادله وشوه، چې هر یو یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: