د کابل پوهنتون د رهبري شورا ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۹:۱۱
meeting

د کابل پوهنتون د رهبري شورا ناسته د کابل پوهنتون د رییس په ریاست او د مرستیالانو او د ناستې د غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د ۱۴۰۰ ل. ل کال د لومړي سمستر د درسونو د پیل پر موضوع جوړه وه.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رییس د ناستې غړو ته د ښه راغلاست او د مهمو مسایلو په اړه یې د لارښودي خبرو ترڅنګ یې د ۱۴۰۱ ل.ل کال د غوايي په درېمه نېټه یې د لومړي سمستر د درسونو د پیل خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د پوهنځيو مسوولین او استادان باید پدې هکله اړینه او پوره تیاري ولري تر څو محصلین په شوق او علاقه سره خپل درسونه پيل کړي. دکتور عزیز همدارنګه وویل، چې استادان باید په درسونو کې د محصل محوري روحیه پياوړي کړي او دا محصل ته د شخصیت ورکونې زمینه برابروي او محصلین زیاتې څېړنې ته هڅوي.

د رهبري شورا په ناسته کې همدارنګه د پوهنځیو رییسانو هم هر یو په خپل وار سره د موضوع په هکله خپل نظریات شریک کړل او تاکید یې وکړ، چې هغوی د ۱۴۰۱ کال د لومړي سمستر د درسونو د پيل لپاره تیاري لري او پدې برخه کې به د کابل پوهنتون رهبري سره په پوره همغږي کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

په Research4Life نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب

په Research4Life معتبر او نړیوال ډېټابېس کې د کابل پوهنتون غړیتوب په رسمي توګه تایید او فعال شوی دی. دغه غړیتوب د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو ته د دې زمینه برابروي چې د نړۍ د علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: