د کابل پوهنتون د رهبري شورا غونډه ترسره شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۴:۲۸
11

 د روان لمریز کال لړم میاشتې په ۱۵مه نېټه  د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو په شتون کې د روان سمستر په وروستیو آزموینو  او د پوهنتون په نورو  مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د غونډې په شروع کې د ګډونوالو له راتګ څخه د خوښي ترڅنګ ښه راغلاست وویل او د روان سمستر د وروستیو آزموینو په اخیستو او د هغه اړوند موضوعاتو یې خبرې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې آزموینې باید د اصولو او قوانینو په رڼا کې په پوره نظم او دسپیلن کې ترسره او د آزموینو کمېټه او د پوهنځیو ریاستونه پدې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمدشفیع شریفي،  د کیفیت ساتنې اړوند د اسناد ارزونې نوی چک لېست ګډونوالو ته وړاندې او د هغه اړوند مهمو مسایلو یې خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې د محصلینو چارو سرپرست مرستیال ښاغلي پوهنمل معاذ الله نسیم د وروستیو ازموینو د ترسره کېدو په جزئیاتو خبرې وکړې.

په پایله کې د رهبري شورا غړو هر یو د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو تر څنګ د پوهنتون اداري او علمي چارو د لا ښه والي او پرمختګ لپاره چمتووالی وښود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: