د کابل پوهنتون د امنیتي کمېټې ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۹:۲۳
ku

د روان کال د وري په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د امنیتي کمېټې ناسته د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د محصلینو چارو معاونیت، د امنیتي کمېټې غړو، د کابل ښار د درېمې امنیتي حوزې امر او د کابل پوهنتون د امنیتي مسوولینو په ګډون د علمي شورا په ناستو کې جوړه شوه.

د ناستې په پیل کې د کابل پوهنتون رییس د جلسې غړو ته ښه راغلاست وویل او لارښوونکې خبرې وکړې او د دې پوهنتون د امنیت تامین یې د محصلینو او مراجعینو لپاره یو مهم او حیاتي امر وباله او د هغه په ښه والي یې تاکید وکړ. پوهاند بابري زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون د غوره امنیت د تامین لپاره کارونه تر سره شوي دي او راتلونکی بل پلان هم تر لاس لاندې دی تر څو کابل پوهنتون زیات پیاوړی شي او محصلین او استادان بې له وېرې څخه خپلو زده کړو او تدریس ته دوام ورکړي. همدارنګه د کابل پوهنتون رییس له امنیتي مسوولینو څخه وغوښتل، چې د کابل پوهنتون د امنیت د تامین په برخه کې د قانون په رڼا او سم شکل سره تر سره کړي ترڅو امنیتي نیمګړتیاوې لرې شي.

امنیتي مسوولینو د کابل پوهنتون امنیتي کمېټې ناسته کې وعده وکړه، چې د دې پوهنتون سره له نژدې همکاري د دې پوهنتون د امنیت لپاره په ټول توان او تلاش هڅه او کار کوي او دا دوی اصلي دنده ده.

کابل پوهنتون په اوس وخت کې ۲۲ پوهنځي او ۲۶ زرو په شاوخوا کې د لسانس، ماسټري او دکتورا دورو محصلین لري او د دومره جمعیت لرونکي ځای د امنیت تامین د پوهنتون د رهبري او د هیواد د امنیتي سکتور د برنامو په سر کې ځای لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۱۲
Background image

د «اېپسټینیزم نړیوالې شبکې فعالیتونو ته کتنه» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

په دغه سمینار کې د جفري اېپسټین د قضیې اړوند نړیوالې شبکې، فعالیتونه او بشري، اخلاقي او ټولنیز اړخونه وڅېړل شول. ویناوالو د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري، له هغوی څخه د ناوړه ګټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: