د کابل پوهنتون استادانو لپاره مسلکي پراختیا ځانګړی پروګرام بشپړ شو

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۱ - ۱۷:۵۰
643

نوموړی روزنیز پروګرام چې د P T S)) اکاډمیکې موسسې ټیم لخوا د آمریکا او کاناډا مشهورو پوهنتونو استادانو په ګډون د کابل پوهنتون پوهنځيو رئیسانو، ډيپارټمنټونو آمرینو او  استادانو لپاره جوړ شوی وو، د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال چنګاښ میاشتې په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ بشپړ شو.

د یاد روزنیز پروګرام د پای ته رسېدو په تړاو په کابل پوهنتون کې غونډه جوړه شوه، په یاده غونډه کې د مېلمنواو مسؤلینو د خبرو ترڅنګ ګډونوالو استادانو ته تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په یاده غونډه کې د خبرو په ترڅ کې د P T S)) اکاډمیکې موسسې ټیم څخه دمننې ترڅنګ  د نورو همکاریو غوښتنه هم وکړه.

نوموړي وویل:

(( له یادې برنامې څخه استادانو ډېرموضوعات زده کړي او P T S)) ټیم هم د فرهنګ، ټولنیز ژوندترڅنګ علمي چارې هم زده کړې او هیله لرو، چې په سالمه توګه نوموړی تصویر خپلو هېوادونو ته هم انتقال کړي.))

بل خوا دلوړوزده کړو وزارت علمي ترفیعاتو او ګمارنو رئیس ښاغلی انجنیر مفتاح الدین عزام وایي، چې په علمي برخو کې د ظرفیت لوړېدل یوه اړتیا ده او دلوړو زده کړو وزارت ژمن دی، چې په دې برخه کې اغېزمن پروګرامونه ترسره کړي، نوموړي د  (P T S) ټیم څخه و غوښتل، چې د ولایتونو په پوهنتونو کې نوموړي پروګرامونه هم ترسره کړي.

د کابل پوهنتون هغه استادانو چې په یاده برنامه کې یې برخه اخیستې وه وویل، چې یاد پروګرام په بیلابېلو برخو کې ددوی له علمي پوهې سره مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د (P T S)اکاډمیکې موسسې ټیم رئیس ښاغلي دیوید آلن لندسي د کابل پوهنتون رهبرۍ له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی له یاد روزنیز پروګرام څخه افغاني فرهنګ، تاریخ، رواجونه ا ونور مهم مسایل زده کړي او هغه به هیڅکله هېر نه کړي او د یاد پروګرام پیل به د کابل پوهنتون سره علمي همکاریو دوام وي.

په نوموړي روزنیز پروګرام کې چې ۱۵ ورخې یې دوام وکړ، د علمي رهبرۍ او پوهنځیو رئیسانوته د ستراتیژیک پلان جوړول، د ډیپارټمنټ آمرینو ته د نصاب کورس ډیزاین، د استادانو لپاره د کورس پالیسي او تدریس میتودولوژي په برخو کې زده کړه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: