د کابل، البیروني، غزني او پروان پوهنتونونو د اسلامي ثقافت مضمون د نوو تشکیل شوو بستونو نوماندانو خپل علمي کنفرانسونه ارائه کړل

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۵:۱۴
تصویر

د کابل، البیروني، غزني او پروان پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د نویو تشکیل شوو بستونو نوماندانو په مناسبه اوشفافه فضا کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني، د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز، داور هیئت، د شرعیاتو پوهنځي د رئیس او استادانو په حضور کې خپل علمي کنفرانسونه ارائه کړل.

د غه برنامه د جمعې او شنبې په ورځ چې د روان کال د وږي میاشتې له ۲۵ او ۲۶ مې نېټې سره سمون لري د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په تالار کې تر سره شوه چې ۵۷ تنه نارینه او ۲۰ تنه ښځینه وو په کې خپل کنفرانسونه ارائه کړل.

هغه نوماندان چې د کنفرانس نتیجه یې د داور هیئت لخوا څخه مثبته ارزیابي / وګڼل شي د اسلامي ثقافت مضمون د استاد په صفت به په ذکر شوو پوهنتونونو کې په دنده ګمارل کېږي.

دا پداسې حال کې ده چې له یادو داوطلبانو څخه د نړیوالو ژبو او تخصصي مضامینو ازموینه د مؤظفې کمېټې لخوا څخه اخیستل شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۱۲
Background image

د «اېپسټینیزم نړیوالې شبکې فعالیتونو ته کتنه» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

په دغه سمینار کې د جفري اېپسټین د قضیې اړوند نړیوالې شبکې، فعالیتونه او بشري، اخلاقي او ټولنیز اړخونه وڅېړل شول. ویناوالو د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري، له هغوی څخه د ناوړه ګټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: