د ښاري طراحۍ او پلان ډیپارټمنټ
لیدلوری:
په ښاري زدهکړه او نوښت کې مشري د خلاقو حل لارو د وړاندې کولو لپاره په ملي او نړیواله کچه.
ماموریت:
خلاقو او ژمنو متخصصینو روزنه په ښاري ډیزاین او پلان جوړونه کې د معیاري زدهکړې، علمي څېړنو او اکادمیک ظرفیت لوړولو له لارې، د ښاري اړتیاوو د ځواب ویلو لپاره په ملي او نړیواله کچه.
تحصیلي اهداف:
- د مسلکي فارغانو روزنه چې د ښاري پلانونو، د منظرې او پارکونو ډیزاین، او د زیربناوو پلانونه لکه د اوبو رسونې او فاضلاب جوړولو وړتیا ولري.
- د ښارونو د اقتصادي او ټولنیزو تحلیل مهارتونو تدریس، د ترانسپورتي پلانونو جوړول، او د GIS سیستمونو کارونه په ښاري چارو کې.
- د نوې پوهې تولید او د ښاري تطبیقي څېړنو ترسره کول د ستونزو د حل، د ښارونو د کیفیت د ښه کولو او د پیچلو ښاري مسایلو د تحلیل لپاره.
- د اړینو مهارتونو برابرول د دولتي ادارو، ښاروالیو، خصوصي سکتور او د ښاري پرمختیایي پروژو لپاره.
د کتابونو ژباړه او تألیف، د لارښودونو چمتو کول او د علمي سرچینو تولید په ښاري ډیزاین او پلان جوړونه کې.