د چین هېواد MCC کمپنۍ رئیس د کابل پوهنتون له رئیس سره وکتل

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۶:۴۷
639

د چین هېواد MCC کمپنۍ عمومي رئیس وانګ چي چنګ او ورسره مل پلاوي دروان کال وږي میاشتې په ۱۳ نېټه د دوشنبې په ورځ چې د کابل پوهنتون ته یې تشریف راوړی وو؛ د کابل پوهنتون رئیس سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

د MCC کمپنۍ رئیس چې د لوګر مس عینک معدن د اېستلو قرار داد کړی دی؛ په افغانستان کې دکابل پوهنتون دځانګړي ځای او مشهور اکاډمیک بنسټ په توګه یې مثبت نظرونه وړاندې کړل؛ یاد پوهنتون ته له راتلو او د پوهنتون له رئیس سره له کتنې خوښي څرګنده کړه او د معادن د اېستلو چارو پرمختګ، په هغه ساحه کې د لرغونو آثارو ساتنې د معادنو اېستلو په برخه کې دیادې کمپنۍ د متخصصو او مسلکي بشري سرچینو ته اړتیا، د لرغونو آثارو ساتنې او ځینې نورو برخو په اړه خبرې وکړې او د کابل پوهنتون د مرستې غوښتونکی شو.

وروسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلی دکتور اسامه عزیز د MCC کمپنۍ رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د محصلینو دعلمي، مسلکي ظرفیت او عملي چارو ته د اړتیا په اړه خبرې وکړې او دمرستې لپاره یې  چمتووالی وښوود.

په پای کې دواړو خواوو یاده کتنه ګټوره وبلله او د هوکړه لیک غوښتونکي شول؛ ترڅو په راتلونکي کې د اصولو او مقرراتو په نظر کې نیولو سره د کابل پوهنتون او MCC کمپنۍ ترمنځ د نورو مرستو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۳۴
Background image

د نشراتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د نشراتي چارو کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د رسنیزو فعالیتونو معیاري کولو او د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو اغېزناک انعکاس په موخه د کابل پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو امریت له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د تشرېح ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د انسجام امریت له لوري د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د فوق لیسانس برنامو واجد شرایطو استادانو، د امارتي پوهنتونونو استادانو، د پولیسو اکاډمۍ د فوق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: