د ټولنیزو علومو پوهنځي یو تن استاد له ۱۰۰۰ ټوکه څخه زیات کتابونه د یاد پوهنځي کتابتون ته ډالۍ کړل

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۶:۲۷
11

د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد پوهاند عصمت الله عثماني د ۱۰۰۰ ټوکه څخه زیات بېلا بېل تاریخي او علمي کتابونه د کابل پوهنتون دعلمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمدشفیع شریفي، پوهنځي رئیس او استادانو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنځي کتابتون ته وسپارل.

د پوهنتون علمي چارو مرستیال په یاده غونډه کې د پوهاند عثماني صاحب نه د مننې او کوروداني ترڅنګ نوموړی عمل د ټولنیزو علومو پوهنځي او محصلینو په حق کې دده لویه پیرزوینه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې نوموړې کړنه به د پوهنتون د نورو استادانو لپاره غوره بیلګه شي. پوهاند شریفي د پوهاند عثماني معنوي کړنه د ارزښت وړ او فوق العاده یاده کړه، نوموړي ته یې د اوږد عمر او نیکمرغې سلامتیا غوښتنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي پوهاند عصمت الله عثماني د کتابونو د ډالۍ په غونډه کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال له ګډون څخه مننه وکړه او ددې کړنې څخه یې موخه د یاد کتابتون بډاینه او د کتابونو څخه د زده کړیالانو کټه اخیستنه یاده کړه او زیاته یې کړه نوموړي کتابونه بیلا بیل علمي او ښوونیز موضوعات لري، چې د مطالعه کوونکو لپاره به ګټور او اغیزمن تمام شي.

د ټولنیزو علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل محمد حسین احمدزي د پوهاند عثماني نوموړې کړنه غوره وبلله او ویې ویل چې استاد د ارزښت وړ او مهم کتابونه کتابتون ته وسپارل، چې ګټه اخیستونکو ته به ګټور تمام شي او موږ هیله لرو چې نور استادان هم په یاده کړنه کې مخکې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د "نوې ټکنالوژۍ د کاروونې علمي کنفرانس" دائر شو

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د کابل ولایت په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د فارمونو مسؤلینو لپاره د مالدارۍ په صنعت کې د "نوې ټکنالوژۍ کاروونې علمي کنفرانس" ترسره شو، چې پکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۰
Background image

"د چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت کنفرانس" سر ته ورسید

د کابل پوهنتون له لوري د چاپېریالي پايښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي-څېړنيز کنفرانس دائر شو.

په یاد کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۴۷
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د کمپیوټرساینس بنسټیز مهارتونه، ګرافیک ډیزاین، نیټورک، GIS, SPSS, ریموټ سنسنګ او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: