د وترنرۍ نړیوالې ورځې او د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د (۵۰) مې کلیزې په تړاو غونډه تر سره شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۷:۱۲
6544

د روان کال غویي میاشتې په ۱۸ مه نېټه دوشنبې ورځ د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د کابل پوهنتون رهبري، د کرنې او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکتور استازو، استادانو او محصلینو په ګډون د وترنرۍ له نړیوالې ورځې او د کابل پوهنتون  وترنري علومو پوهنځي د بنسټ د (۵۰) مې کلیزې نمانځغونډه وشوه.

د وترنري علومو پوهنځي رئیس، ښاغلي داکتر شیرعلي جوهر صافي، له میلمنو څخه په غونډه کې دګډون له امله مننه وکړه او ددې پروګرام موخه یې د وترنري علومو ارزښت او درناوی وباله.

د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهاند محمدشفیع شریفي د وترنري علومو پوهنځي د (۵۰) کلنۍ نمانځنه یو فرصت یاد کړ، تر څو ددې پوهنځي مسؤلین پخوانیو کارونو ته کتنه وکړي او د راتلونکي ځان بساینې لپاره طرحه جوړه کړي.

په دې غونډه کې د وترنري پوهنځي استادانو هر یو پوهنوال اسدالله صمدي د ( د ټولنې په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د وترنري خدمتونو رول)، پوهنوال داکتر اسدالله حامد ( په افغانستان او نړۍ کې د وترنري طب د پرمختګ او رامنځ ته کېدو لنډه تاریخچه) او پوهندوی داکتر محمدظاهرسخا د ( ټولنې ته د با کیفیته صحي غذایي توکو برابرولو او  وړاندې کولو کې د وترنرۍ طب رول) په اړه علمي مقالې ته وړاندې کړې.

په پای کې ښاغلي پوهنوال فرید احمد طنین د غوڼدې د راټولولو تر څنګ د پوهنځي غوښتنې او وړاندیزونه د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: