د وترنري علومو پوهنځي دوهم ټولګي محصلینو د حیواني روغتیا ریاست له مرکزي لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۶:۱۲
32321

د وترنري علومو پوهنځي دوهم ټولګي محصلینو د عمومي باکتریولوژي مضمون استادانو هر یو پوهنیار محمد نعیم علي زاده او پوهنوال داکتر اسدالله صمدي په همکارۍ  د حیواني روغتیا ریاست  له مرکزي  لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.

ددې علمي سفر موخه په لابراتوارونو کې د کار کولو او لابراتوار له چاپیریال سره د محصلینو سره بلدتیا وه.

د حیواني روغتیا ریاست مرکزي لابراتوارونو سرپرست ښاغلي داکتر حمیدالله توفیق محصلینو ته دښه راغلاست ترڅنګ هغوی ته د لابراتوار ټول قوانین تشریح کړل.

همدارنګه نوموړي مسؤلینو ډاکټرانو ته دنده ورکړله، ترڅو محصلینو ته لابراتوارونه ور وپیژني او همدارنګه هغه  چارې چې په لابراتوارونو کې ترسره کیږي، د هغوی په اړه معلومات وړاندې کړل.

ددې علمي سفر په پای کې استادانو او محصلینو د حیواني روغتیا ریاست مرکزي لابراتوارونو له پرسونل څخه چې ددې علمي سفر زمینه یې ورته برابره کړې وه، مننه او کور ودانی وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: