د مهندسۍ دیپارټمنټ

لیدلوری:

په زده‌کړه، څېړنه، ډیزاین او نوښت کې برتري د مهندسی په برخه کې په ملي او نړیواله کچه.

ماموریت:

د معیاري زده‌کړې، څېړنې، ډیزاین او علمي خدمتونو برابرول د متخصصو او خلاقو انجنیرانو د روزنې لپاره، چې د اسلامي مهندسي اصولو، ډیزاین، نوې ټکنالوژۍ او دایمي ارزښتونو په تسلط سره، د معنا لرونکي او ځواب ویونکي چاپېریالونو د رامنځته کولو وړتیا ولري په ملي او نړیواله کچه.

اساسي اهداف:

  • د مهندسی اصولو او بنسټونو په اړه کافي پوهه لرل.
  • د آزاد لاس نقشه‌کښۍ او د انجنیري وسایلو پوهه او مهارت.
  • د ودانیو له ټولو عناصرو سره بشپړه آشنایي او د هغوی وړاندې کول په نقشه کې.
  • د ساختماني موادو پېژندنه او د هغوی کارونه په پروژو کې.
  • د مطالعې سیستم او د پروژې په اړه د معلوماتو راټولول له ساحې او درسي کتابونو څخه.
  • د بېلابېلو ودانیو په طرحه او ډیزاین کې د پوهې ترلاسه کول.
  • د ساختماني پروژو د دفتري او ساحوي چارو تطبیق او تنظیم.
  • د ښاري مسایلو پوهه او د ښاري ستونزو حل لارې موندل.
  • د ټولنې کلتوري او ټولنیزو مسایلو پېژندنه او د هغوی تړاو له ودانیو سره.
  • له ودانیزو فرمایش‌کوونکو سره د تفاهم څرنګوالی.
  • له پایدارې مهندسی سره آشنایي.
  • د رنګونو، ځانګړتیاوو او د هغوی کارونه په داخلي او خارجي ډیزاین کې.
  • له پروژو د وړاندې کولو طریقو او ډله‌ییز کارونو سره آشنایي.
  • د کمپیوټري پروګرامونو پېژندنه د پروژو د نقشه‌کښۍ لپاره.
  • د هر ډول تیوریکي او عملي انجنیري مسایلو معقول حل د علمي اصولو مطابق.
  • د استوګنیزو، عامه او تولیدي ودانیو طرحه او اعمار د نړیوالو معیارونو سره سم.
  • د نوو ښارګوټو او استوګنیزو ناحیو طرحه او پلان‌ګذاري.
  • د ساختماني پروژو پلان‌ګذاري، اداره او تنظیم د نوې او عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره.
  • د اقلیمي فکتورونو او د ساحې طبیعي شرایطو د اغېزو مطالعه او څېړنه په ودانیو او ډیزاین باندې.
  • د افغاني انجنیري هویت احیا، د افغانستان د انجنیري هنر مطالعه او د نورو هېوادونو د انجنیري ډیزاین او ښاري پلان جوړونې مسایل.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: