د لوړو زده کړو د پياوړتيا ملي کنفرانس په کابل پوهنتون کې پیل شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۷:۲۷
111

د لوړو زده کړو د پياوړتيا ملي کنفرانس د کابل پوهنتون په نوى اډېټوريم کې پيل شو٠ ياد کنفرانس د کابل  پوهنتون لخواء او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ ترسره کېږي چې درى ورځې به دوام وکړي.

د دغه کنفرانس په پرانيستو مراسمو کې د نظام لوړ رتبه چارواکو هر يوه ښاغلي مولوي نورالحق انور، د چارو د ادارې لوى رٸيس، ښاغلي شيخ مولوي نداء محمد نديم، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير، د کورنيو چارو، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو معين صاحبانو ګډون کړى وو.

لومړى د کابل پوهنتون رٸيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز ټولو مېلمنو او د کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ياد کنفرانس د اهميت په اړه يې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي ټينګار وکړ چې د زده کړه ييز نظام د پياوړتيا څخه بغير د نظام په نورو برخو کې پرمختګ ناشونی دی.

دکتور عزيز همدارنګه زياته کړه چې ددغه ملي کنفرانس څخه مو موخه د استادانو، متخصصانو او پوهانو راټولول دي تر څو خپل نظرونه، وړانديزونه او تجربې د زده کړه ييز نظام د پياوړتيا په اړه مطرح او هغه ستونزو ته چې په ياد سيستم کې شتون لري د حل لارې پيدا کړي٠ نوموړي وويل چې دا د کار شروع ده او موږ ژمن يو چې د دا ډول علمي کارونو لړی به روانه وساتو.

ښاغلي شيخ مولوي نداء محمد نديم، د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کابل پوهنتون د دغه ستر ابتکار ستاينه او هيله يې څرګنده کړه چې د دغه کنفرانس څخه ترلاسه کېدونکې پايلې به د زده کړه ييز نظام د پياوړتيا سبب شي٠ نوموړي د دا ډول علمي پروګرامونو پر دوام د ټينګار تر څنګ وويل چې د هېواد د زده کړه ييز نظام د پياوړتيا او استادانو د ستونزو د حل په موخه به د خپل توان ترحده هڅه وکړي.

پدغه ملي کنفرانس کې همدارنګه ښاغلي مولوي نورالحق انور، د چارو د ادارې لوى رٸيس خبرې وکړې او استادان يې د ټولنې سترګې او څيراغونه وبلل٠ نوموړي وويل چې موږ له يوې تاريخي او سختې مرحلې څخه د تېرېدو په حال کې يو او د نظام رهبري د استادانو پر ظرفيت او لياقت پوره باور او اعتماد لري.

همدارنګه ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د عامې روغتيا سرپرست وزير، ښاغلي مولوي عتيق الله عزيزي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معين، ښاغلي مولوي محمد نبي عمري، د کورنيو چارو وزارت معين او ښاغلي لطف الله خيرخواه د لوړو زده کړو وزارت معين ددغه کنفرانس له داٸرېدو د هر کلي ترڅنګ د هېواد د زده کړه ييز نظام د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.

پدغه کنفرانس کې د هېواد د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه څه باندې زرو تنو استادانو ګډون درلود او تر دريو ورځو پورې به دوام وکړي.

ددغه کنفرانس لپاره لسګونه تحقيقي مقالې لکه د تضمين کيفيت، نصاب، علمي څېړنو، الکترونيکې زده کړو او نورو اړونده مسايلو په اړه د هېواد د زده کړه ييز نظام د پياوړتيا په موخه را ټولې شوې وې چې د کنفرانس د ګډونوالو په شتون کې به وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: