د فارمسي پوهنځي رهبرۍ د ممیزو، مېوو، سبزیجاتو او طبي بوټو د صادراتو پراختیا ملي ادارې سره دمرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۱:۵۶
359

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د روان کال غبرګولي میاشتې ۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ممیزو، مېوو، سبزیجاتو او طبي بوټو د صادراتو پراختیا ملي ادارې سره د مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کې  د فارمسي پوهنځي له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ د یاد هوکړه لیک د ګټې اخیستنې په مثبتو او منفي اړخونو باندې خبرې وکړې؛ هغه یې د دواړو ادارو لپاره ګټور یاد کړ او د هغه په عملي کولو یې ټینګار وکړ.

د ممیزو، میوو، سبزیجاتو او طبي بوټو د صادراتو پراختیا ملي ادارې مشر ښاغلي سید عظیم مصطفی هاشمي یاد هوکړه لیک ارزښتمند یاد کړ او د هغه له عملي کولو څخه یې ډاډ ورکړ.

د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقامحمد ژکفر وایي؛ ددې هوکړه لیک دلاسلیک موخه د ممیزو، میوو، سبزیجاتو او طبي بوټو د صادراتو پراختیا ملي ادارې د فني پرسونل د ظرفیت لوړېدل، د ګډو علمي څیړنو ترسره کېدل، د ګډو علمي سیمنارونو او کنفرانسونو په لاره اچول،  د ادارې په مسلکي بستونو کې د پوهنځي څخه په شرایطو برابر فارغو محصلینو ګمارنه بلل شوې ده.

ښاغلي ژکفر زیاته کړه؛ د هوکړه لیک مهم اصل د هغه عملي کول دي؛ چې د فارمسي پوهنخی په دې برخه کې پوره ژمنتیا لري.

د یادونې وړ ده؛  چې د ا.ا.ا له راتګ وروسته د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځی د اکادمیکو او مسلکي بنسټونو سره زیات هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چې ډیری یې په عملي بڼه پلي کړي هم دي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۴۲
Background image

خبرتیا!

د کابل پوهنتون کافه تریا د پوهنتون په داخل کې تازه فعالیت پیل کړی دی، په دې کافه تریا کې د خوراک او څښاک توکو ترڅنګ  د وچې ډوډۍ خبازي او همدارنګه د استادانو او محصلینو درسي موادو کاپۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې پوهنځی محصلینو نورستان ولایت ته علمي او څیړنیز سفر ترسره کړ

د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي طبعي سرچینو او ځنګلونو څانګو محصلین د ځنګلاتو څانګې اړوند زیاتومسلکي موضوعاتو او مطالبو د زده کولو په موخه له خپلو استادانو سره نورستان ولایت ته سفر وکړ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۱۳
Background image

د کابل پوهنتون بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه

د کابل پوهنتون فوټبال سیالیو وروستی پړاو پای ته ورسېد. نوموړی پړاو چې دروان کال تلې میاشتې په لومړۍ د شنبې په ورځ د ورزشي چارو آمر، استادانو او محصلینو په شتون کې ترسره شوه، د بهرنیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم