د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۲۱
2352

د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي او "د افغانستان د  خبریالانو ملي کور" اتحادیې ترمنځ د علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ژورنالېزم پوهنځي استادان د یادې اتحادې په ورکشاپونو کې خبریالانو سره خپلې تجربې وړاندې کوي او د ژورنالېزم پوهنځي له علمي ظرفیت او امکاناتو څخه به یاده اتحادیه د خپلو مسلکي غړو د ظرفیت لوړونې په برخه کې استفاده کوي. د خبریالانو اتحادیه به د ژورنالېزم پوهنځي محصلین د ظرفیت لوړونې او عملي کارونو د زده کړې په موخه بېلابېلو رسنیو ته معرفي کوي او د ژورنالېزم مسلک په اډانه کې به دواړه لوري ګډ ورکشاپونه هم پر لاره اچوي.

یاده دې وي چې د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي تر دې وړاندې هم له بېلابېلو رسنیو سره د محصلینو ظرفیت لوړونې او عملي کارونو د زده کړې په موخه هوکړې کړي، چې د تطبیق په حال کې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: