د سینما ډيپارټمنټ

د سمعي او بصري هنر (سینما) پېژندنه

د سمعي او بصري هنر دیپارتمنت د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي تر چتر لاندې له مهمو او تخصصي هنري څانګو څخه شمېرل کېږي. د دې څانګې موخه د فلم، تصویر، غږ او سمعي او بصري رسنیو په برخو کې د محصلینو علمي، عملي او هنري وړتیاوو پیاوړتیا ده. دغه څانګه زمینه برابروي څو داسې هنرمندان وروزي، چې د تصویر او غږ د ژبې په مرسته د ټولنې فرهنګي، دودیز او اسلامي ارزښتونه په مؤثره توګه منعکس کړي او د ټولنیز، تعلیمي او فرهنګي پوهاوي په لوړولو کې رغنده رول ولوبوي.

 

د سمعي او بصري هنر د لیسانس پروګرام پېژندنه

د سمعي او بصري هنر لیسانس پروګرام یوه څلورکلنه تحصیلي دوره ده، چې په ترڅ کې یې محصلین د فلم جوړونې، سینماټوګرافۍ، ایډیټ، مستند جوړونې، غږ اېښودنې، کارګردانۍ او د سمعي او بصري آثارو د تحلیل نظري او عملي بنسټونه زده کوي. د یاد پروګرام جوړښت د ملي اړتیاوو او نړیوالو­علمي معیارونو پر بنسټ طرحه شوی، او د تخنیکي مهارتونو ترڅنګ د محصلینو د تحلیلي ظرفیت، هنري درک او فرهنګي پوهاوي پر پیاوړتیا ځانګړی ټینګار کوي.

دغه پروګرام ، چې مخکې د «سینما» تر نوم لاندې فعالیت درلود، په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د ښکلو­هنرونو­ پوهنځي تر چتر­ لاندې د یوې مستقلې، خپلواکې علمي او مسلکي څانګې په توګه تاسیس شوه. دا­ دیپارتمنت د هېواد په کچه د سمعي او بصري هنرونو په برخه کې لومړنی علمي، تعلیمي او تخصصي مرجع ګڼل کېږي، چې د لنډو فلمونو په تولید، د مسلکي کادري ظرفیتونو په روزنه او د فني متخصصینو په معرفي کولو سره رسنیزو ادارو ته ارزښتناک او اغېزمن خدمات وړاندې کړي دي.

د پروګرام تعلیمي محتوا د ټولنې د فرهنګي، ټولنیزو او اسلامي ارزښتونو په رعایت او د کیفیت د تضمین له اصولو سره سم ترتیب او تنظیم شوی دی.

 

 د سمعي او بصري هنر (سینما) د پروګرام د کاري بازار پېژندنه 

د سمعي او بصري هنر د څانګې فارغان کولای شي په ملي او نړیوال کچه کې بېلابېلې دندې ترلاسه کړي. په هیواد دننه، دا فارغان کولای شي چې په رسنیزو ادارو، ټلویزیوني چینلونو، راډیوګانو، د فلم جوړونې سټوډیوګانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، فرهنګي موسسو، هنري تعلیمي مرکزونو او نورو اړوندو بنسټونو کې کار وکړي.

په نړیواله کچه، دوی کولای شي د نړیوالو رسنیو، فلمي شرکتونو، ډیجیټلي پلېټفارمونو، د محتوا تولیدوونکو ادارو، فرهنګي سازمانونو او فستیوالونو سره کار وکړي. سربېره پر دې، د خپلواکه فلم جوړوونکي یا مستند جوړوونکي په توګه هم د خپل مسلک پراختیا ته دوام ورکړي.

 

 د زده‌کړې موخې (تعلیمي اهداف)

- د فلم جوړونې او سمعي ـ بصري رسنیو په برخه کې د بنسټیزو، تخصصي او­علمي مفاهیمو منظم تدریس.

- د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ د محصلینو هنري وړتیاوو، فرهنګي درک او مسلکي شخصیت پیاوړتیا.

- د غږیزو او تصویري آثارو د تولید په برخه کې د عملي مهارتونو معیاري روزنه او پراختیا.

- د سمعي او بصري هنرونو په ساحه کې د نقد، تحلیل او علمي څېړنو ظرفیت رامنځته کول او پیاوړتیا.

- محصلینو ته زمینه برابره کول چې په مسلکي توګه د رسنیو، سینما، تعلیمي او فرهنګي بنسټونو سره کار وکړي او د کار بازار ته بشپړه چمتووالی ولري.

 

 د پروګرام ستراتېژيکې موخې

- د علمي معیارونو او د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ د درسي پروګرام پراختیا، معیاري کول او منظم نوي کولو بهیر پیاوړی کول.

- له ملي او نړيوالو بااعتباره تعلیمي، علمي او هنري بنسټونو سره د مؤثرې همکارۍ پراختیا او ټینګول.

- د عملي زده‌کړو او هنري آثارو د تولید لپاره د اړینو شرایطو د رامنځته کولو په موخه د دیپارتمنت تعلیمي او تخنیکي زېربناوو پیاوړتیا.

- د سمعي او بصري هنرونو په برخه کې د علمي څېړنو، مستندسازۍ او مسلکي تولید فرهنګ پیاوړی کول او ترویج.

- د داسې مسلکي، متعهد او ارزښت‌محوره بشري ځواک روزنه چې اسلامي اصولو ته ژمن وي او د ټولنې په فرهنګي پرمختګ او علمي وده کې رغنده او دوامدار رول ولوبوي.

 

 ليدلوری

د سمعي او بصري هنر دیپارتمنت هڅه کوي چې د بصري زده‌کړو په ساحه کې، د فرهنګي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې تر څنګ، په ملي او سیمه‌ییزه کچه یوه باوري، معتبره او مخکښ علمي او تخصصي مرجع وګرځي او د ټولنې په فرهنګي او هنري پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.

 

 مأموريت

د سمعي او بصري هنر دیپارتمنت ژمن دی چې د تصویري او غږیزو تولیداتو په برخه کې د معیاري، عملي او مسلکي زده‌کړو مناسبې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو داسې متخصص، مسئول او د ټولنې له اړتیاوو باخبر هنرمندان وروزي چې د هېواد د رسنیزو هنرونو په وده، غښتلتیا او مسلکي کېدو کې اغېزمن او پایدار رول ترسره کړي.

 

 جدول مضامین مسلکی

شماره

نام مضمون

کود مضمون

کریدت مضمون

 

د فلم ډایرکټری ۱

B.AVA.0117

2

 

د فلم ډایرکټری ۲

B.AVA.0217

2

 

د فلم ډایرکټری ۳

B.AVA 0317

3

 

د فلم ډایرکټری ۴

B.AVA.0417

3

  1.  

د فلم ډایرکټری ۵

B.AVA.0517

3

  1.  

د فلم ډایرکټری ۶

B.AVA.0617

4

  1.  

د فلم ډایرکټری ۷

B.AVA.0717

4

  1.  

د فلم ډایرکټری ۸

B.AVA.0817

4

  1.  

تصویر آخستنه ۱

B.AVA.0318

2

  1.  

تصویر آخستنه ۲

B.AVA.0418

2

  1.  

د فلم نقد ۱

B.AVA.0719

2

  1.  

د فلم نقد ۲

B.AVA.0819

3

  1.  

سناریو لیکل ۱

B.AVA.0320

1

  1.  

سناریو لیکل ۲

B.AVA.0420

2

  1.  

سناریو لیکل ۳

B.AVA.0520

2

  1.  

د تلویزیوني خپرونو ډایرکټری ۱

B.AVA.0621

2

  1.  

د تلویزیوني خپرونو ډایرکټری ۲

B.AVA.0721

2

  1.  

د تلویزیوني خپرونو ډایرکټری ۳

B.AVA.0821

2

  1.  

پروډیوسري

B.AVA.0722

1

  1.  

د سینما تاریخ ۱

B.AVA.0123

2

  1.  

د سینما تاریخ ۲

B.AVA.0223

2

  1.  

د سینما تاریخ ۳

B.AVA.0323

2

  1.  

د فلم ایډیت ۱

B.AVA.0524

3

  1.  

د فلم ایډیت ۲

B.AVA.0624

2

  1.  

عکاسي

B.AVA.0225

2

  1.  

د فلم میلودي

B.AVA.0526

2

  1.  

میک اپ ۱

B.AVA.0527

2

  1.  

میک اپ ۲

B.AVA.0627

1

  1.  

اداکاري

B.AVA.0128

3

  1.  

ډب کول ۱

B.AVA.0729

1

  1.  

ډب کول ۲

B.AVA.0829

3

  1.  

د فلم ډیزاین (اسټوری بورد) ۱

B.AVA.0630

2

  1.  

د فلم ډیزاین (اسټوری بورد) ۲

B.AVA.0730

2

 

 

مجموع کریدت‌ها

75

فیصدی این کتگوری

% (52 )

 

د دوراني بیاکتنې پايله:

د سینما علمي پروګرام د ۱۴۰۳ لمریز کال د دوراني بیاکتنې راپور په دقت سره وارزول شو. په یاد راپور کې د بیاکتنې ټول اصول، معیارونه او اړوند کړنلارې په بشپړه توګه رعایت شوې دي، او د راپور علمي محتوا، د زده‌کړې موخې او متوقعې پایلې د محترم هیئت له‌خوا رسماً تایید شوې دي.

د پوهنتون د کیفیت لوړولو آمریت، د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۳ نېټه د ۴۱۱ ګڼې رسمي مکتوب پر بنسټ، د «سینما علمي پروګرام» د دیپارتمنت د فعالیت دوام او د پروګرام د پرله‌پسې تطبیق وړاندیز او تایید کړی دی.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: