د زده کړیالانو د مدیریتي سیسټم (HEMIS) یو ورځنی ښوونیز پروګرام د کابل پوهنتون د پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته دا‌ئر شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۵:۵
تصویر

پدغه یو ورځني ښوونیز پروګرام کې د کابل پوهنتون د پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته د زده کړیالانو د مدیریتي سیسټم (HEMIS) اهمیت، اغېزمنتیا، دندې د کارولو څرنګوالی او اړونده برخې په تفصیل سره تشریح شوې.

د پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز پدغه ښوونیز پروګرام کې وویل، وظیفه یو الهي امانت دی او باید په ښه توګه یې تر سره کړو، د ښو کارونو ستاینه باید وشي، د مدیرانو کاري ظرفیت باید لوړ شي، د هغوی ستونزې باید واورېدل شي او د حل لپاره یې باید په وخت اقدام وشي.

دکتور اسامه عزیز دغه راز د تدریسي مدیرانو څخه وغوښتل چې په کارونو کې نوښت ترسره کړي او د زده کړیالانو مدیریتي سیستم (HEMIS) په منظمه توګه پلی کړي تر څو کارونه پخپل وخت ترسره، روڼتیا را منځته، زده کړیالان او استادان راضي شي.

پدغه پروګرام کې د زده کړیالانو چارو سرپرست مرستیال پوهنمل معاذ الله نسیم د تدریسي مدیرانو څخه وغوښتل چې له دغه ښوونیز پروګرام څخه ښه او ګټوره ګټه پورته کړي تر څو په راتلوکي کې د دوی چارې په ښه توګه تر سره شي.

د زده کړیالانو مدیریتي سیستم (HEMIS) په ۱۳۹۷ کال کې را منځته شوی ددې سیستم موخه د زده کړیالانو د معلوماتو په اداره کولو کې د آسانتیا را منځته کول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: