د داوطلبۍ خبرتیا!

tariq_admin
33625

Publish Date

Closing Date

د کابل پوهنتون ریاست په انګړ کې د یو باب کیفېتریا د قرارداد اعلان چې مجموعي مساحت یې (۴۳۰۶.۴۴) مربع متره دی، درې جلا سالونونه، پخلنځی، تشناب او شنه ساحه لري، د لومړنۍ بیې په توګه (۴۵۰۰۰) افغانۍ ټاکل شوې، او د قرارداد موده یې (۵) کاله ده. دا قرارداد هغو افرادو او اشخاصو ته په اجاره ورکول کیږي چې د دې هیواد قانوني تابعیت ولري.

د کابل پوهنتون ریاست او د لوړو زده کړو وزارت له ټولو شرایطو وړ کسانو څخه غوښتنه کوي چې د کابل پوهنتون په انګړ کې د یادې کیفېتریا د قرارداد په داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د اړوند شرطنامې چاپ شوی نقل په ۲۰۰۰ افغانیو بې بېرته ورکړې پیسو سره د کابل پوهنتون ریاست د تدارکاتو مدیریت څخه په لاس راوړلی شي. خپلې داوطلبي پاڼې د شرطنامې مندرج شرایطو او د تدارکاتو قانون او کړنلارې په چوکاټ کې له اعلان وروسته په ۲۱ تقویمي ورځو کې تر سهار لس بجو پورې د کابل پوهنتون تدارکاتو مدیریت ته چې د جمال مېنې په سیمه کې، د کارتې سخي څلور لارې ته څېرمه، د علي‌اباد روغتون مخې ته، د کابل ښار درېیمه ناحیه کې موقعیت لري، وسپارئ.

هغه داوطلبي پاڼې چې ناوخته وړاندې شي یا د انټرنېټ له لارې استول شوې وي، د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د اعلان له نشر څخه په ۲۱ ورځو کې سهار لس بجې د کابل پوهنتون ریاست د تدارکاتو مدیریت دفتر کې چې د پخواني پارکنګ دهلیز، د پوستې خونې د دهلیز ښي لاس خونې نمبر (۵) کې موقعیت لري، ترسره شي. د آفر تضمین به د درې میاشتو کرایې په توګه د هر ګډونوال د وړاندې شوې آفر سره سم په نغدي ډول د داوطلبۍ په ورځ اخیستل کیږي.

 

 

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د کابل پوهنتون ریاست د تهیه او تدارکاتو آمریت په ۱۴۰۵مالي کال کې د کابل پوهنتون د برق سیستم او اړوندو برجونو د ترمیم د وسایلو د تهیه او تدارک پروژه د پرانیستې داوطلبۍ له لارې قرارداد ته . . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۳۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د کابل پوهنتون د تدارکاتو امریت د اړتیا له  مخې ، د ۱۴۰۵ کال لپاره د کابل پوهنتون اړوند د فرش، فوم او پردو د تهیه او تدارک او نصبولو پروژه قرارداد ته سپاري.

مینه وال کولی شي د شرطنامې . . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۲۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د کابل پوهنتون د تدارکاتو امریت د اړتیا له  مخې ، د ۱۴۰۵ کال لپاره د کابل پوهنتون د اوبو تصفیه کولو ماشینونو د تهیه او تدارک او نصبولو پروژه قرارداد ته سپاري.

مینه وال کولی شي د . . .

Back to tenders

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: