د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام
Event dates
Event dates -
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
پداسې حال کې چې په الهي تقدیر او د لوی خدای جل جلاله په رضا باندې باور او عقیده لرو، په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد ښاغلي پوهاند دکتور احمدشاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله لدې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړېدي.
پوهاند زغم د ژبپوهنې او استادی تر څنګ یو پیاوړی لیکوال، وتلی څېړونکی، ژورنالیست، ژباړن او شاعر هم و.
دکتور زغم د هېواد علمي ټولنې ته د خدمت او د ځوان نسل د روزنې په برخه کې ډېرې هڅې او زحمتونه ګاللي دي.
د کابل پوهنتون رهبري هیئت، د دې علمي بنسټ استادان او کارکوونکي د ارواښاد پوهاند زغم مړینه د دغه مرکز او د هېواد علمي ټولنې ته یوه ستره ضایعه بولي او له کورنۍ سره یې پدې لوی غم کې ځان شریک ګڼي.
د کابل پوهنتون رهبري مرحوم ته د مغفرت او کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
روح یې ښاد او یاد یې د تلپاتې وي