د تدریس میتودونه

د دغې پوهنځۍ تحصیلي نصاب د لومړي ځل لپاره د ملي او نړیوالو وترنر متخصصینو لخوا ترتیب شوی وه، چې په هغه وخت کې یې د ټولنې ټولې غوښتنې ځوابولې. د وخت په تیریدو او په ساحه کې د شته ستونزو په نظر کې نیولو سره او همدا رنګه د مسلک پرمختګ نړیوالې کچې ته، یاد نصاب څو ځله نوی شو او لازم تغییرات پکې داخل شول.

د نوي شرایطو په راتلو او له لوړو زده کړو وزارت څخه د افغاني او نړیوالې ټولنې په غوښتنې سره چې درسي نصاب، د تدریس نوي طریقي او همدارنګه د نویو او لازمو درسي کتابونو چاپ باید آماده شي، د وترنري علومو پوهنځۍ مسوولین وهڅول شول، تر څو یو ځل بیا درسي نصاب نوي او لازم تغییرات پکې راولي. د دغه کار لپاره د مسلکیانو، فارغانو او ټولو هغو سکتورونو څخه چې مسلک سره نږدې اړیکې لري د یوې پوښتنپاڼې په ترڅ کې وړاندیزونه او نظریات راټول شول. د پوښتنپاڼې پایلې په یو درې ورځنې ورکشاپ کې چې د وترنري علومو په پوهنځۍ کې نیول شوی وه، تر هر اړخیزه بحث لاندې ونیول شوې. همدا رنګه له هغو فارغانو سره چې له هیواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت ول، د نصاب په هکله بحث وشو او د هغوي د وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره په نصاب کې لازم تغییرات راغلل او په همدې وخت کې تر ټولو مهم کار دا وشو، چې په شته نصاب کې د پوهنځۍ د استادانو په مرسته د کریدت سیستم تنظیم شو.

په اوس وخت کې د پوهنځۍ د نصاب کمیټه د پوهنځۍ د څانګو او ټولو استادانو په مرسته غواړي چې درسي نصاب په درې بیلابیلو لنډمهاله، منځ مهاله او اوږمهاله پړاونو کې یو ځل بیا نوی کړي. لومړي مرحله یې د استادانو په مرسته ترسره شوه او د پوهنځۍ کریکولم او درسي نصاب د  OBEپه زده کړیز سیستم اعیار شو. درسي نصاب باید په هرو څو کلونو کې محلي او نړیوالو شرایطو ته په کتو سره نوی شي، په همدې خاطر د وترنري علومو پوهنځۍ پلان لري چې نور نوي تغییرات په کریکولم او نصاب کې داخل کړي، خو دغه تغییرات او نوي کول کافي وخت او مالي بودیجې ته اړتیا لري.

لرلید

د وترنري علومو پوهنځۍ لرلید د کار د غوښتنې، معایري تدریس، په مسلک کې علمې څیړنې او د پایلې په پام کې نیولو سره د زده کړې د کیفیت لوړول او په ټوله کې په ملی او نړیواله کچه د یوې مخکښې موسسه په نامه پیژندل دي.

موخې

د وترنري علومو پوهنځۍ موخې په لاندې ډول دي: (۱). ټولنې ته د ځوان او مسلکي وترنرانو وړاندې کول، (۲). د څارویو د روغتیایي کچې او تولیداتو لوړول، (۳). د انسانانو د روغتیايي کیفیت لوړول او له مهمو او خطرناکو ساري ناروغیو څخه د هغوي ساتل، (۴). د غذايي مصونیت او امنیت لپاره د اوږدمهاله برنامو جوړول او او (۵). ټولنې او خلکو ته د وترنري روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي.

ماموریت (رسالت)

په لوړو زده کړو سمبال د علمي او مسلکي کادرونو روزنه، کوم چې لوړ علمي، مسلکي کیفیت او مهارتونه ولري او د هیواد او هیوادوالو غوښتنې مرفوع کړلای شي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: