د افغانستان پرځان بسياینې لپاره د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس پېژند غونډه ترسره شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۶:۳۷
359

د روان کال د تلې په ۹ مه نېټه یک شنبه د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس دوهمه پېژند غونډه؛ چې پام کې ده؛ د روان کال په پای کې د کابل پوهنتون او کرنې پوهنځي په نوښت جوړ شي؛ د رسنیو پر وړاندې ترسره شوه.

د دې غونډې موخه د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بساینې زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس ترسره کېدو لپاره د چمتو والي د جزیاتو پیژندل وو.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په یاده غونډه کې را غلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ټولنې د پرمختګ پر فکتورونو باندې خبرې وکړې او یادونه یې وکړه؛ چې د نظام او په ځانګړې توګه دلوړو زده کړو وزارت پاملرنه د څیېړنیزو او علمي برخو ته زیاته شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي دکتور لطف الله  خیرخواه د زرغون نړیوال انقلاب کنفرانس د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ کې لومړۍ نمونه یاده کړه او د هغه پر چمتووالي یې ټینګار وکړ.

د کرنې وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي صدر اعظم د خبرو په لړ کې د کنفرانس لپاره  دیاد وزارت له همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت مشاور ښاغلي داکتر فاروق اعظم د هېواد پرځان بساینې، غذایي امنیت او بېځایه اوبو مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د دهقانانو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حافظ محمدحامد حسیب په اوسنیو شرایطو کې نوموړی کنفرانس د اړتیا او اهمیت وړ وباله اودهغه په ترسره کېدو یې ټینګار وکړ.

په یاده غونډه کې د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل صفي الله جوهر ګډونوالو ته  د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بساینې زرغون نړیوال کنفرانس محورونه تشریح کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۸:۴۶
Background image

د ا.ا.ا محترم رئیس الوزراء په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام د پیاوړتیا غونډه کې ګډون وکړ

د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند حفظه الله د هېواد تحصیلي نظام پر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د زمري ٢٤مې د وياړلې فتحې په مناسبت، يوه علمي - ثقافتي غونډه جوړه شوه

په دې غونډه کې د دې پوهنتون محصلينو د علم او هنر په ژبه د اشغالګرو پر وړاندې د مبارک جهاد بریا ونمانځله.

د ا.ا.ا د لوړو زدکړو وزير د دې پرتمينې غونډې ځانګړی مشر ميلمه و چې د محصلينو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۴۰
Background image

New Issue Published – Journal of Social Sciences and Humanities, Vol. 2, Issue 3 (2025)

The Journal of Social Sciences and Humanities (JSSH) is pleased to announce the release of Volume 2, Issue 3 (2025). This issue features ten peer-reviewed articles that explore a broad. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو