د افغانستان امریکایي پوهنتون پخواني استاد تیموتي ویکس د کابل پوهنتون له رئیس سره وکتل

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۶:۳
58

د افغانستان امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس چې اوس د افغان نړیوال پوهنتون په نوم تبدیل شویدی، د روان کال لیندۍ میاشتې په ۲۱ مه نېټه د دوشنبې ورځ د کابل پوهنتون څخه د لیدنې په ترڅ کې د پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رئیس د ښاغلي ویکس له راتګ څخه مننه وکړه او ددغه اکاډمیک بنسټ د روان تحصیلي وضعیت او کاري فعالیتونو د جریان په اړه یې ور سره خبرې وکړې. ښاغلي ویکس د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو د ارزښت په اړه خپل نظر څرګند، د کابل پوهنتون څخه د لیدنې په پار یې  خوشحالي څرګنده او خپل نظرونه یې د پوهنتون له رئیس سره شریک کړل.

ښاغلي ویکس د کابل پوهنتون او د افغانستان د نورو تحصیلي بنسټونو له نورماله تحصیلي او علمي فعالیتونو هرکلی او تأکید یې وکړ چې هڅه کوي دغه مسائل په نړيواله کچه په سمه توګه انعکاس کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: