دعلمي څیړنو مرکز موخې
دعلمي څیړنو مرکز بنسټیزې موخې:
د علمي څیړنو د مرکز اصلي هدف کابل پوهنتون کې د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د څیړنو پیاوړتیا او د معیاري علمي څیړنو ترسره کول دي.
دعلمی څیړنو مرکز فرعي موخې:
- دعلمي څیړنو عصری اوپه معیار برابر سیستم رامنځ ته کول او داکاډمیکي، دولتي او خصوصي سکتورونو د ستونزو د حل لپاره د هغه پیاوړی کول.
- د ملي اقتصاد دودې په موخه وزارتونو، تصدیو، او نورو دولتي او غیر دولتي مؤسساتوسره علمې مرستې او سلا مشورې ورکول.
- د دولت اونورو ملي او نړیوالو مرستندویه مؤسسو په مالي مرستو د استادانو لپاره دعلمي څیړنو روزنیز ورکشاپونو جوړول.
- د پوهنځیو په کچه د ځوانو علمي کدرونو د مهارتونو د ودی لپاره د هغو کدرونو د تجربو چې دعلمي څیړنو په سرته رسولو برخه کې یې لري، شریکول.
- دعلمي ترفعیاتو، دماستری او دوکتورا د تیزسونو او مونوګرافونو د لیکلو لپاره د معیاري څیړنو تر سرکولو لپاره خاصه پاملرنه کول.
- په کابل پوهنتون کې د څیړنیز ځواک پیژندل او هغوی سره همغږي.
- ځوانو علمي کدرونو ته د تجربو لیږدولو آسانتیاوې برابرول.
- دکابل پوهنتون علمي څیړنو مرکز او د نورو کورنیو او نړیوالو علمي مرکزونو ترمنځ د اړیکی رامنځته کول.
- دعلمي څیړنو لپاره د دولتي، ملي او نړیوالو ادارو له لارې د سرچینو برابرول.
دعلمي څیړنو مرکز اصلي دندې:
- په علمی څیړنیزو چارو کې مرسته اوعلمی لارښونی کول.
- کورنیو او بهرنیو څیړونکو ته د آسانتیاوو برابرول.
- دولتي ادارو، وزارتونو، کورنیو او بهرنیو خصوصي ادارو سره د علمي مشورو او څیړنو په برخه کې مرستې کول.
- په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د معیاری حق الزحمې په بدل کې د علمي چارو، څیړنیزو او مشورتي مرستو ترسره کول.
- د بیلابیلوکورنیو او بهرنیو علمي او څیړنیزو مؤسساتو سره د اړیکو جوړول او ساتل.
- د ورکشاپونو، سمینارونو، کورسونو او علمي ناستو له لارې د علمي څیړنیزو میتودونو سره آشنایي.
- دعلمي څیړنیو د پراختیا لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو، ملي او بین المللي مؤسساتو مرستې راجلبول.
- دکابل پوهنتون دخپرنیزې پالیسۍ له مخې دڅیړنو پایلې خپرول.