داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د لوړو زده کړو و زارت اړوند کابل پوهنتون ریاست د ۱۴۰۲ل کال لپاره د کابل پوهنتون فاضلابو د تصفیه کولو او فعالولو د تهیه او تدارکاتو پروژه په قرار داد ورکوي، په شرایطو برابر ټولو کسانو ته بلنه ورکول کیږي، چې ترڅو دپورتنۍ پروژې په دواطلبۍ کې چې(MOHE/KU/16/1402/W/NCB) تشخیصه نمبر لرونکی دی، برخه واخلي، د شرطنامې سافت او مربوطه وړاندیزونه دې د خپل فلش په حافظه کې د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت، قراردادونو عمومي څخه ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قانون او تدارکاتو آمریت د کړنلارې او شرطنامې مطابق په تړلي شکل له خبرتیا وروسته تر ۲۱ ورځو پورې د سهار په ۱۰ بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته چې د دریېمې ناحیې اړوند جمال مېنې کارته سخي سیمه کې د علي آباد روغتون ته مخامخ موقعیت لري، وړاندې کړي، هغه وړاندیزونه چې له ټاکلې نېټې وروسته سپارل کیږي او یا له انټرنیټي پاڼې څخه یې ترلاسه کړی وي، د منلو وړ نه دي.
د وړاندیزونو د خلاصولو غونډه له خبرتیا وروسته په ۲۱ مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته چې د وسایطو پخواني تم ځای کې موقعیت لري، د پوسته خانې دهلېز ښي خواته (۵) شمېره اطاق کې ترسره کیږي.
د نوموړې پروژې د وړاندیزونو د تضمن اندازه (۱۵،۱۴۸۸۰۷) یو لک او اته څلویښت زره اته سوه اووه اعشاریه پنځلس افغانۍ دي، وړاندیز د بانګي تضمین په صورت کې دمنلو وړ دی، چې د وړاندیزونو خلاصوولو په ورځ یې ګډونوال خپل تضمین له ځان سره ولري.