د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون له فوق لیسانس برنامو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد ندیم، د کابل پوهنتون د ماسترۍ او دکتورا برنامو له فعالیتونو څخه کتنه وکړه.
په دې لېدنه کې، ښاغلي وزیر د یوی غونډې په ترڅ کې د فوق لیسانس برنامو اړوند د پوهنتون د وروستیو لاسته راوړنو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو مفصل راپور واورېد. د فوق لیسانس برنامو آمر ډاکټر محمد علي رضایي په یوه مستند پرزنټېشن کې د علمي، اداري او تخنیکي پرمختګونو اړوند بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د کابل پوهنتون رئیس، ښاغلي دوکتور اسامه عزیز، د وزارت له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د برنامو د کیفیت لوړونې، تنظیم او لا پراختیا لپاره هڅې کوو او د استادانو په همکارۍ به نور پیاوړي ګامونه هم پورته شي.
له راپور اورېدو وروسته، ښاغلي وزیر د پوهنتون له مشرتابه او استادانو مننه وکړه، د فوق لیسانس برنامو پر ارزښت یې ټینګار وکړ او د وزارت له خوا یې د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه. همداراز يې د ماسترۍ برنامو له یو شمېر درسي ټولګیو هم لیدنه وکړه، له استادانو او محصلینو سره یې خبرې وکړې او د هغوی نظرونه واورېدل.
یادونه باید وشي چې کابل پوهنتون دا مهال ۳۴ ماستري او ۹ دکتورا برنامې لري، چې ډېری یې په طبیعي علومو پورې تړاو لري او په وروستیو کلونو کې رامنځته شوي دي.