د مهندسۍ ډيپارټمنټ محصلینو خپلې طراحي شوې پروژې وړاندې کړې
د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي د مهندسۍ ډيپارټمنټ محصلینو د يوې غونډې په ترڅ کې خپلې طراحي کړې پروژې ګډونوالو ته وړاندې کړې. په دې غونده کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
په دغو ډیزاین شویو پروژو کې، چې د ژوند اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي، په کندهار کې د نازو انا ښارګوټي، په ننګرهار کې د ډاکټر ناکامورا ښارګوټي، په میدان وردګو کې د ملي خېلو کلي ښارګوټي او څو نورو ښارګوټو لپاره ډیزاین شوې پروژې د محصلینو له لوري وړاندې شوې.
ویناوالو د محصلینو له دې زيار څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې په تېرو لسيزو کې د هېواد زیات کلي او ښارګوټي ويجاړ شوي، اوس اړينه ده چې دا سيمې په معياري او مسلکي ډول ابادې شي.