د کابل پوهنتون سل تنه محصلینو ته د مالیاتي قوانینو په اړه د پوهاوي سمینار دائر شو

دغه سمینار د مالیې وزارت د عوایدو ریاست او د کابل پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت په همغږۍ د سل تنه محصلینو لپاره د مالیې د قوانینو، طرزالعملونو، لارښوونو، لوایحو، سیستمونو او لاسته راوړنو په اړه د یوې ورځې لپاره جوړ شو.
پدغه سمینار کې د اقتصاد، حقوقو، سیاسي علومو، عامه ادارې اوپالیسي پوهنځیو محصلینو ګډون کړی وو. د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست مسؤلینو ددغه سمینار موخه د محصلینو د عملي مهارتونو لوړول، د عوایدو د ریاست له جوړښتونو او د هېواد د مالیاتي قوانینو سره آشنا کېدل وباله.
د پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت ددغه سمینار دائرول اغېزمن وباله او په راتلونکي کې یې د محصلینو د ظرفیت د پیاوړتیا په موخه د سمینارونو، ورکشاپونو او کورسونو د دائرولو په اړه خبرداری ورکړ.
یو تن محصل د نورو محصلینو په استازیتوب د مالیې وزارت څخه د مننې ترڅنګ، ددغه ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې محصلین له دا ډول پروګرامونو سره لېوالتیا لري.