د کابل پوهنتون د محصلینو د هلټ پرایز ټیم نړۍ والې سیالي درېمه دوره جوړه شوه

Anonymous (not verified)
Sun, Dec 13 2020 2:05 PM
fasde

د کابل پوهنتون د هولټ پرایز نړۍ والې سیالي درېمه دوره د روان کال د لیندۍ په شلمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین، د هیواد د غذايي توکو د برخې یو شمېر سوداګرو (Dynamic vision کمپنۍ اجرايي رییس ښآغلي عبدالاحسان مهمند، د زرغون بڼ د ګروپونو اجرايي رییس ښاغلي نعیم عطارد، د Bright Point اجرايي رییس ښاغلي مطیع الله رحمتي، د Morre learning center کمپنۍ اجرايي رییس ښاغلي ابوبکر سمون، د صیام سوداګري او پراختیايي مرکز اجرايي رییس ښاغلي صیام پسرلي) د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، د کابل پوهنتون د هولټ پرایز مسوولې سارا فرجام، د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس محمد مصطفی ارین په ګډون په کابل پوهنتون کې د هلټ پرایز کلپ مسوولینو له لوري د دې پوهنتون د چینايي  ژبې او ادبیاتو څانګې په تالار کې جوړه او د دې دورې درې غوره ټیمونه اعلان شول.

دې برنامې دوه مرحلې لرلې، چې د محصلینو د ۵۲ ګډون کوونکو ټیمونو له ډلې څخه ۲۹ په شتون کې د سیالۍ ډول، د طرحو او د نظریو ثبتول او د پام وړ طرحې په وړاندې کولو سره د ژوري ښاغلي هیئت د قضاوت په کولو سره جوړه شوه.

د دې برنامې دوهمه مرحله د قران کریم په تلاوت او ملي سرود په غږولو او وروسته د د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري په وینا سره یې دوام وموند. پوهاند بابري د دې برنامې په پیل کې لومړی ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او له محصلینو په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون د هلټ پرایز برنامې د رییس او غړو څخه یې دې لوی علمي بنسټ (مور پوهنتون) ته یې د باور ورکونې په برخه کې ريښتینو هڅو په خاطر مننه او درناوی وکړ او پدې پوهنتون کې یې د زیات او غوره درسي او امنیتي باور ورکړط او د دې ډول برنامو برابرولو او د سیالیو په داسې برنامو کې یې د محصلینو په رول تاکید وکړ.

پوهاند بابري د خپلو خبرو په پای کې په ډول- ډول نړۍ والو برنامو کې یې د دې محصلینو شتون لپاره د زمینې د برابرېدو په برخه کې د کابل پوهنتون هر اړخیز تعهد څخه یادونه وکړه، د هغو لپاره، چې د دې سیالیو په لړ کې د غوره مقام او د ارزښتمنده جایزو ترلاسه کولو په موخه د بریالیتوب او کامیابي غوښتنه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون د هلټ پرایز برنامې مسوولې مېرمن سارا فرجام د برنامې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ټیمونو د ټاکنې په څرنګوالي، د دې دورې د برنامې ننګونې او ستونزې، اغېز او د هغې جوړېدو باندې خبرې وکړې او د کابل پوهنتون ریاست، د محصلینو چارو مرستیالي، د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې، د هلټ پرایز د دې دورې ژوري هیئت او مالي ملاتړو او د دې برنامې د جوړېدونکي ټیم څخه، چې څو میاشتې یې پرې زحمت ویستی، مننه او درناوی وکړ.

وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد علي مهدوي د دې برنامې په هکله د اتحادیې پیغام بیان او د ګډ کور په توګه د محصلینو اتحادیې هڅې او تعهد یې د ډول- ډول تحصیلي، رقابتي، شغلي، کاري او ... زمینې برابرېدو په برخه کې یې د ځوانانو په ځانګړې توګه د دې پوهنتون د محصلینو لپاره یې تاکید وکړ.

د ډینامیک ويژن کمپنۍ رییس ښاغلي عبدالاحسان مهمند او د زرغون بڼ کمپنیو اجرايي رییس ښاغلي نعیم عطارد هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او د کابل پوهنتون د هلټ پرایز برنامې کې د محصلینو په هر اړخیز او پراخه ګډون باندې خوښي وښوده، هغوی یې زیاتو فعالیتونو او لوړو طرحو ته وهڅول او د بریالیتوب هیله یې ورته وکړه.

د دې برنامې په پای کې د  Green World ټیم د لومړي ټیم په توګه ،د Golden Generation  دویم ټیم په توګه او SSMA ټيم د درېیم ټیم په توګه معرفي شول.

د هلټ پرایز برنامه یوه نړۍ واله سیالي ده، چې له ۱۱ کلنو راهیسې د ملګرو ملتونو په همکاري، د بل کلنټون بنسټ او د هلټ پرایز بنسټ له لوري په ۱۲۱ هیوادونو کې او هر کال له ټولې نړۍ څخه تر ۲۰۰۰ زیاتو تحصیلي بنسټونو په ګډون جوړیږي  او له یو بل سره سیالي کوي.

"د یو نسل رهبري کولو لپاره قوي ژمنه او په نړۍ کې بدلون رامنځته کول" 

  

Latest news

Sat, Feb 07 2026 12:47 PM
Background image

Capacity-Building Workshop Launched for Nuristan University Faculty

A three-day professional capacity-building workshop for forty faculty members of Nuristan University has been launched by the Professional Development Office at Kabul University.

Durin. . .

Sun, Jan 18 2026 3:24 PM
Background image

Call for Papers

The Journal of Social Sciences and Humanities invites scholars, researchers, and academics to submit original, high-quality research articles for upcoming Volume 3 No. 1, 2026.

All. . .

Sun, Jan 18 2026 3:19 PM
Background image

Call for Papers

The Journal of Natural Science Review invites scholars, researchers, and academics to submit original, high-quality research articles for upcoming Volume 4 No. 1, 2026.

All submissions. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.