د کابل پوهنتون په انجنیري پوهنځي کې د قرانکریم د ختم مراسم تر سره شول
د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي یو شمېر محصلینو، رییس، استادانو او شمېر محصلینو د يوې غونډې په لړکې د دې پوهنځي په ایډیټوریم کې د دې پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو یو شمېر محصلین، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په یوه تروریستي برید کې شهید او ټپيان شول، د قران کریم ختم او د دعا مراسم جوړ شول. د انجینري پوهنځي رییس، په برنامه کې حاضرو يو شمېر استادانو او محصلینو په خپلو خبرو کې د دې وحشیانه برید د غندنې ترڅنګ یې د دې برید عاملینو ته د سزا غوښتنه، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو او د کابل پوهنتون کورنۍ سره یې خپله غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه او د جګړې په پای ته رسېدو او په هیواد په ځانګړي توګه په کابل پوهنتون او په نورو اکاډمیکو بنسټونو کې په امنیت باندې تاکید وکړ.
دا مراسم د سهار په ۹ بجو د انجنیري پوهنځي د رییس، استادانو، د یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون د دې پوهنځي په ایډیټوریم کې جوړ شول.