سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول
په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.
دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي تحقیق، اداري مهارتونو، د کار زده کړې, SPSS او GIS په برخو کې برابر شوي وو چې ۱۴۷۵ تنه محصلینو په کې ګډون کړی و.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویناوالو د یادو درسونو پر اهمیت خبرې وکړې او د مسلکي درسونو ترڅنګ یې دا هم اړین وبلل او محصلینو ته سپارښتنه وشوه چې له دې فرصت ښه ګټه پورته کړي.
ياد کورسونه د دې پوهنتون د محصلانو چارو د همغږۍ او خدمتونو آمريت لخوا تنظيم شوي وو.
