محصلینو ته " له ازموینې څخه مخکې د سټرېس کنټرول" تر عنوان لاندې د پوهاوي سیمینار دائر شو
د کابل پوهنتون محصلانو چارو انسجام آمریت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته " له آزموینې څخه مخکې د سټرېس کنټرول" تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار دایر شو.
په دې سیمینار کې محصلینو ته بېلابېلې لارې چارې وښودل شوې، تر څو وکولی شي چې له آزموینې څخه مخکې خپل سټرېس کنټرول او آزموینو ته پوره چمتووالی ولري.
په پای کې د محصلینو ګڼې پوښتنې هم ځواب شوې.