د څښېدونکو او ذوحیاتینو په اړه د څېړنو پایلو وړاندې کولو علمي کنفرانس دایر شو
په دې کنفرانس کې د کابل پوهنتون بيولوژي پوهنځي استادانو، محصلینو ګډون کړی و.
دغه کنفرانس د کابل پوهنتون بيولوژي پوهنځي لخوا د پروفیسور ډانیل د څېړنو پایلې د شریکولو په موخه جوړ شوی و، نوموړي د ذوحیاتینو او څښېدونکو په اړه د خپلو دوو اونيزو څېړنو پایلې، چې د همدي پوهنځي په مرسته يې په میدان وردګ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې ترسره کړې وې، شریکې کړې.
د یادونې ده چې پروفیسر ډانیل د سلواکيا د برايټس کاوا پوهنتون استاد دی او د ذوحیاتینو او څښېدونکو د څېړنو په موخه هېواد ته راغلی دی.