د ځمکپوهنې پوهنځۍ اوو نورو پوهنځيو ته دوه زره ټوکه کتابونه ډالۍ کړل
د «رهنمای سیر علمی افغانستان، اکولوژی زون های اقلیمی و پوشش گیاهی افغانستان، خصوصیات زولوژیکی افغانستان و گیاهان رگدار افغانستان» تر سرلیک لاندې شاوخوا دوه زره ټوکه کتابونه د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د همدې پوهنتون د فارمسي، بیولوژي، کرنې، وترنري، انجینري او ټولنیزو علومو پوهنځیو ته ډالۍ کړل.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د ځمکپوهنې پوهنځي کې جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبي او د یادو اوو پوهنځیو رئیسانو ګډون کړی و.