د افغانستان هواوې ټکنالوژۍ په شرکت کې د شمول په موخه د کمپیوټرساینس او اقتصاد پوهنځي له محصلینو څخه آزموینه واخیستل شوه
د روان کال لړم میاشتې په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د افغانستان هواوې ټکنالوژۍ شرکت کې د کارزده کړې په موخه د اقتصاد او کمپیوتر ساینس پوهنځي له محصلینو څخه د دنوموړي شرکت د مسؤلینو لخوا د اقتصاد پوهنځي په تالار کې آزموینه واخیستل شوه.
په دې آزموینه کې د سلو څخه زیات د کمپیوټر ساینس او اقتصاد پوهنځيو فارغ محصلینو برخه اخیستې وه. د افغانستان هواوې تکنالوژۍ شرکت بشري سرچینو مدیر یاسر تاج وایي، په پام ده، کې چې د کابل پوهنتون اقتصاد او کمپیوټرساینس پوهنځي له محصلینو څخه له آزموینې وروسته ددې شرکت اداري او تخنیکي برخو کې د کار زده کړې په توګه محصلین و منل شي.
ددې آزموینې بهیر د پوهنتون محصلانو خدماتو انسجام آمریت مسؤلینو لخوا له نیژدې وکتل شو او د محصلینو لپاره یې د بریا هیله څرګنده کړه.