د وترنري علومو پوهنځي دوهم ټولګي محصلینو د حیواني روغتیا ریاست له مرکزي لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه
د وترنري علومو پوهنځي دوهم ټولګي محصلینو د عمومي باکتریولوژي مضمون استادانو هر یو پوهنیار محمد نعیم علي زاده او پوهنوال داکتر اسدالله صمدي په همکارۍ د حیواني روغتیا ریاست له مرکزي لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.
ددې علمي سفر موخه په لابراتوارونو کې د کار کولو او لابراتوار له چاپیریال سره د محصلینو سره بلدتیا وه.
د حیواني روغتیا ریاست مرکزي لابراتوارونو سرپرست ښاغلي داکتر حمیدالله توفیق محصلینو ته دښه راغلاست ترڅنګ هغوی ته د لابراتوار ټول قوانین تشریح کړل.
همدارنګه نوموړي مسؤلینو ډاکټرانو ته دنده ورکړله، ترڅو محصلینو ته لابراتوارونه ور وپیژني او همدارنګه هغه چارې چې په لابراتوارونو کې ترسره کیږي، د هغوی په اړه معلومات وړاندې کړل.
ددې علمي سفر په پای کې استادانو او محصلینو د حیواني روغتیا ریاست مرکزي لابراتوارونو له پرسونل څخه چې ددې علمي سفر زمینه یې ورته برابره کړې وه، مننه او کور ودانی وکړ.