داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

tariq_admin
21

Publish Date

Closing Date

د فورم شمارهP_ 01

د لوړو زده کړو وزارت اړوند کابل پوهنتون ریاست د ۱۴۰۲هـ ش کال له مخې د جامع مسجد، د څیړنو مرکز، د محصلینو پارک شاوخوا، د سیدجمال الدین مقبرې شمال لور، د عامه ادارې او ریاضياتو پوهنځیو شمال لور، د فوټبال میدان لویدیځ لور، د عبدالله بن مسعود(رض) جامعې ریاست، له مرکزي کتابتون څخه تر کرنې پوهنځي پورې سړکونو جوړولو پروژه په قرار داد ورکوي په شرایطو برابر کسانو ته بلنه ورکول کیږي؛ چې د داوطلبۍ په پورتنۍ پروژه کې چې(MOHE/KU/14/1402/W /NCB) تشخیصه نمبر لرونکی دی؛ برخه  واخلي. اړوند وړاندیزونه او د شرطنامې سافت د فلش په حافظه کې د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه ترلاسه او خپل وړاندیزونه د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق ذکر شوې شرطنامې سره سم په تړلي شکل د نوموړې خبرتیا له خپرېدو سره سم تر ۲۱ کاري ورځو پورې له غرمې مخکې په (10:00) بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ولایت دریېمې ناحیې اړوند کارته سخي سیمه کې د علي آباد روغتون مخامخ موقعیت لري؛ وړاندې کړي، هغه وړاندیزونه چې له ټاکلې نېټې ورسته یا له انترنیټ څخه ترلاسه شوي، وي د منلو وړ نه دي.

د وړاندیزونو خلاصولو غونډه له خبرتیا له خپرېدو۲۱ ورځو وروسته له غرمې مخکې د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت کې چې د پخواني نقلیه وسایطو تم ځای کې موقعیت لري، د پوست خونې دهلیز په داخل کې ښي لور ته (۵) نمبر خونه کې ترسره کیږي. د کابل پوهنتون سړکونو جوړولو وړاندیز تضمین اندازه ( ۷۱۹۵۳۸) اووه لکه نولس زره او پنځه سوه اته دیرش افغانۍ دي، د وړاندیز تضمین د بانګي ضمانت په اساس د منلو وړ دی، چې د ګډونوالو شرکتونو وړاندیزونو خلاصولو په ورځ باید خپل تضمین له ځان سره ولري.

گالری رسانه

During the construction of Kabul University, the development of the communication road between the Ministry of Higher Education and Kabul University has started today.

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain