د کرنې پوهنځي محصلینو ستاینه وشوه

د روان کال تلې میاشتې په ۲۳نېټه د یکشنبې په ورځ د غونډې په ترڅ کې د کرنې پوهنځي ۱۴۰۲هـ.ش کال هغه محصلین چې د نوښت، څیړنو، لابراتوار، فرهنګي، ورزشي، نظم او دسپلین په برخو کې یې فعاله برخه اخیستې وه؛ وستایل شول.
په یاده ستاینغونډه د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت او دکرنې پوهنځي رئیس ښاغلي صفي الله جوهر په اوسنیو شرایطو کې د محصلینو پرمسؤلیت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو د مسلک ترڅنګ د بازار د کار غوښتنو په نظر کې نیولو سره نور مهارتونه هم زده کړي.
په دې غونډه کې د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار شمس الرحمن شمس د پرزنتیشن په وړاندې کولو سره د کرنې پوهنځي د روان کال ترسره شوي فعالیتونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.